ملا برادر اخوند د اذربایجان له لومړي وزیر سره کتلي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن اذربایجان کې د دې هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره کتلي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، چې دا لیدنه د یاد هېواد پلازمېنه باکو کې ترسره شوې، چې دواړو لوریو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزېټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
دې کتنه کې ښاغلي برادر اخوند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه په باکو کې د افغانستان سفارت د ډیپلوماتیک حضور د لوړولو او د اذربایجان له لوري په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیر منلو غوښتنه وکړه.
نوموړي همداراز د نفت او ګازو د استخراج او پروسس، اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا او همداراز د لمریزې او بادي برېښنا تولید په برخه کې له اذربایجان وغوښتل څو په یادو برخو کې
په افغانستان کې پانګونه ترسره او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.
یاد افغان چارواکي همدارنګه د کرنې میکانیزه کولو، اوبو مدیریت، د اسان خدمت پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او مسلکي زده کړو په برخه کې هم له اذربایجاني لوري وغوښتل، څو له افغانانو سره همکاري ترسره او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
بلخوا د اذربایجان لومړي وزیر ویلي، چې افغانستان یو لرغونی هېواد دی، کلتور او اوږد تاریخ لري او د افغانستان او اذربایجان ملتونه دیني، مذهبي، تاریخي او فرهنګي نږدېوالی لري او زیاته یې کړه، چې «تاسو هم زموږ په څېر د خپلواکۍ لپاره سختې ستونزې وزغملې، چې پایله یې نن یو خپلواک او باعزته هېواد لرئ.
د اذربایجان لومړي وزیر زیاته کړه، چې هېواد یې لېواله دی، له افغانستان سره د ایکو سازمان له لارې او هم د دوهاړخیزو او درېاړخیزو همکاریو له لارې، په بېلابېلو برخو کې پراخې اړیکې ولري. نوموړي وویل، چې موږ تل له افغانستان سره د همکارۍ هڅې کړې دي او په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکوو.
د یادونې وړ ده، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ افغان پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو)په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه باکو ته په رسمي سفر تللی دی.