د امریکا استخباراتي سرچېنې: ایران د هرمز تنګي ماین پوښلو ته چمتو شوی

د امریکا استخباراتي سرچېنې: ایران د هرمز تنګي ماین پوښلو ته چمتو شوی سیمه
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس د امریکا استخباراتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، جون میاشت کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو تر بریدونو وروسته خلیج فارس کې په پوځي بېړیو کې دریایي ماینونه بار کړي دي.

د ایران دغه اقدام چې د واشنګټن له لوري د هرمز تنګي تړلو احتمالي نښه بلل شوې او نړېوالې انرژۍ جریان برخه کې یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

امریکا ویلي، تر اوسه روښانه نه ده چې ایران په رښتیا هم د ماین ځای پر ځای کولو نیت لري او یا یوازې د قدرت ښودلو لپاره چمتووالی دی.

د نړۍ ۲۰ سلنه نفت او ګاز صادرات له یاد حیاتي تنګي څخه تېريږي، چې تړل به یې نړېوال بازار کې د نرخونو لوړېدو لامل شي.

تړلي موضوعات