د ننګرهار ګمرک کې ۲۸۴ کيلوګرامه ثانیه سوز نیول شوي

د ننګرهار ګمرک کې ۲۸۴ کيلوګرامه ثانیه سوز نیول شوي افغانستان
د ننګرهار ګمرک کې نیول شوي ثانیه سوز

مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د ننګرهار ګمرک د تشریح مدیریت کارکوونکو په یوه سوداګریزه محموله کې ۲۸۴ کیلوګرامه ثانیه سوز کشف او نیولي دي.

 

یاد وزارت ویلي، دغه ممنوعه توکي په ډېره ځیرکتیا سره محموله کې ځای پر ځای او له پاکستان څخه افغانستان ته د انتقالولو په مهال ونیول شول.

 

د دې ممنوعه توکو په تړاو څلور تنه نیول شوي او د نورو اجراتو لپاره اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي. ثانیه سوز په چاودېدونکو توکو کې کارول کیږي.

 

د یادونې ده، چې دا مهال د مالیې وزارت له لوري د هېواد ټولو ګمرکونو کې له قاچاقي او ممنوعه توکو په جدي ډول څارنه کېږي او چاته اجازه نه ورکول کېږي چې ناقانونه توکي هېواد ته انتقال کړي.

تړلي موضوعات