په کابینه کې نوی بدلون؛ د مخابراتو او ښارجوړونې وزارتونو ته نوي وزیران ور وپېژندل شول

په کابینه کې نوی بدلون؛ د مخابراتو او ښارجوړونې وزارتونو ته نوي وزیران ور وپېژندل شول افغانستان
انځور ارشیف

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د یو حکم له مخې په کابینه کې نوې ټاکنې شوې دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د دې حکم له مخې، د کور او ښار جوړونې پخوانی وزیر مولوي حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه معرفي شوی.

 دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د کور او ښار جوړونې د وزیر په توګه ټاکل شوی.

 د یادونې ده، چې په اسلامي امارت کې په لوړه کچه د مسؤلینو تغیر او تبدیل د پام وړ اصل دی، چې د حکومتي چارواکو له هرکلي او اطاعت سره مخ کېږي.

تړلي موضوعات