اشغالګر رژیم: د حماس یو بنسټګر یې په شهادت رسولی

اشغالګر رژیم:  د حماس یو بنسټګر یې په شهادت رسولی نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو پوځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د حماس جهادي غورځنګ یو مهم قوماندان او بنسټ اېښودونکی محمد عیسی العیسی یې په غزه کې د یو برید په ترڅ کې شهید کړی دی.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې محمد عیسی العیسی پرون د غزې تړانګې په صبره سیمه کې په یوه برید کې په نښه او شهید شو.

الجزیرې ټلوېزیون ویلي، چې العیسی پخوا په غزه کې د حماس د مجاهدینو د پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا مسؤلیت درلود او د غورځنګ یو له مشهورو قوماندانانو څخه ګڼل کېده.

د سرچینې په خبره، هغه د حماس ځواکونو د پوځي پوهې په پراختیا او روزنه کې مهم رول لوباوه او د حماس جهادي غورځنګ د پوځي شورا غړی و.

حماس غورځنګ تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تړلي موضوعات