امریکا کې د اور وژنې دوه کارکوونکي وژل شوي

امریکا کې د اور وژنې دوه کارکوونکي وژل شوي نړۍ
امریکا کې داور وژنې په کارکوونکو برید شوی

اې بي سي نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا ایډاهو ایالت شمال کوتنای سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې د اور وژنې دوه کارکوونکي وژل شوي.

راپور کې راغلي دغه کارکوونکي داسې مهال وژل شوي، چې یاده سیمه کې د اور پر مهارولو بوخت وو.

یاد برید کې څو تنه نور ټپیان شوي هم دي.

دغه برید وروسته له هغې شوی چې تر دې وړاندې امریکایي رسنیو راپور ورکړی و، چې د روان کال تېرو شپږ میاشتو کې د امریکا بېلابېلو ایالتونو کې ۱۵۶ بریدونه شوي چې په پایله کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تړلي موضوعات