د نورو هېوادونو د تقابل له کبله باید افغانستان قرباني نه شي

د نورو هېوادونو د تقابل له کبله باید افغانستان قرباني نه شي افغانستان
افغان سوداګرو سره د بهرنیو چارو وزیر کتنه

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له افغان سوداګرو سره په ګډه ناسته کې ګاونډو او سیمه ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو ویزو، ټرانزیټي لارو خلاصون او افغاني محصولاتو لپاره د بازار موندې په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر دې ناسته کې ويلي، بهرنیو هېوادونو ته یې د افغانستان کرنیزو محصولاتو صادرلو لپاره د یو شمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

مولوي امیرخان متقي دې ناسته کې د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړه کې د پولو تړل کېدو او افغان سوداګرو زیانمن کېدو ته په اشارې ویلي، د هېوادونو دتقابل له کبله باید افغانستان قرباني نه شي او لارې ونه تړل شي.

ښاغلي متقي ویلي، د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره یې په خبرو کې د یادې ستونزې د حل په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړی، چې د سوداګریزو وېزو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې او دې برخه کې به نور کار هم وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال افغان سوداګرو سره کتلي، چې د هند او پاکستان شخړه پر مهال واګه بندر کې د افغانستان سوداګرو ګڼ سوداګریز توکي بند پاتې دي چې له کبله یې افغان سوداګرو ته زیانونه اوښتي دي.

تړلي موضوعات