اداري مرستیال نیمروز کې له ایران راستنېدونکو کډوالو بهیر څخه لیدنه کړې
ارګ خبر ورکړی، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په داسې حال کې چې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ګومارل شویو پلاویو مسؤلینو یې ملتیا کوله د نیمروز د ورېښمو پل بندر کې له ایران څخه راستنېدونکو هېوادوالو د راستنېدو بهیر څخه لیدنه وکړه.
ارګ وايي، چې دې کتنه کې ښاغلي حنفي د راستنېدونکو کډوالو وضعیت له نږدې وڅاره او د اړوندو پلاویو مسئولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې چې ژر تر ژره د راستنېدونکو کډوالو چارو ته رسېدګي وکړي.
ارګ زیاتوي، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر او اداري مرستیال د روغتیایي خدماتو، د کډوالو د ثبت، تثبیت او موقتې استوګنې، اصلي ولایتونو ته د هغوی د لېږد، د مالي چارو د تنظیم او کډوالو ته د نورو خدماتو برابرولو په برخه کې د اړوندو پلاویو خالصانه هڅې تقدیر کړې.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت کوښښ کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو سره لازمه همکاري وشي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدنې بهیر پیل شوی، چې تر دمګړۍ سلګونه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.