لغمان کې سوالګرو وطنوالو سره نغدي مرسته شوې
د لغمان ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې د دې ولایت د سوالګرو کمېسیون لخوا راټول شویو مستحقو او اړمنو سوالګرو سره نغدي مرسته شوې ده.
یاد مسؤلین وايي، چې راټول مستحق سوالګر ۱۸۸ تنه وو، چې هر کس ته ۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
د مسؤلینو په خبره، چې یاد سوالګر د لغمان مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي وو.
د یادونې وړ ده، چې لا هم په هېواد کې د حکومت لخوا د سوالګرو راټولولو او هغوی ته د نغدي مرستو لړۍ روانه ده، چې ولس یې تود هرکلی کوي او د افغانستان تاریخ کې یې کم ساری اقدام ګڼي.