غزه کې روغتیا پالان: روان وضعیت نور ناهیلي کړي

غزه کې روغتیا پالان: روان وضعیت نور ناهیلي کړي نړۍ
انځور ارشیف


غزه کې د اسټرالیا هېواد یوه روغتیا پال له الجزیرې سره په داسې حال کې چې جګړې لا زور اخیستی د خبرو په مهال ویلي، «دلته وضعیت په ریښتوني توګه نور ناهیلی کوونکی دی»

 کریستي بلک چې له مودو راهیسې د ټپیانو درملنه کوي وايي، طبي توکي په نشت حساب دي او هغه کسان ډېر مري چې درملنې ته سخته اړتیا لري.

نوموړی وايي، موږ د خوراکي توکو لکه وچې شیدې چې نوې زېږیدلي ماشومان ورته ډېره اړتیا لري له سخت کمښت سره مخ یو، دی زیاتوي، « د همدې توکو نشتون له کبله یې تر مخې څو ماشومان مړه شوي»

ده ویلي، په خوارځواکۍ سربېره غزه کې د ډېرو بمونو غورځېدو له امله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی.

کریستي وايي، «داسې ډېر وخت پېښیږي چې ماشومان په کثافاتو کې د خوراکي توکو د موندلو هڅه کوي دا هغه ماشومان دي چې عمرونه یې لس کاله وي دا چې لوږې سخت ځپلي له څېرې دوه کلنو ته ورته وي.»

 غزه کې د اسرائیلو له لوري شاخوا ۲۰ میاشتو راهیسې مرګونې جګړه دوام لري چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون د شهیدانو شمېر له ۵۶ زرو واوښت.

تړلي موضوعات