قطر ته تللی افغان پلاوی د م.م لخوا جوړه شوې ناسته کې په کومو موضوعاتو غږېږي؟

قطر ته تللی افغان پلاوی د م.م لخوا جوړه شوې ناسته کې په کومو موضوعاتو غږېږي؟ سیاست

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو تخنيکي پلاوی د ملګرو ملتونو لخوا دائرې شوې د کاري ګروپونو (نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ) ناسته کې د ګډون په موخه قطر هېواد ته سفر کړی.

د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاءاحمد تکل وايي، ټاکل شوې دغه پلاوی د بېلابېلو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو له استازو سره د نشه‌يي توکو د مخنیوي او کنټرول، بديل معيشت، د معتادينو درملنې او خصوصي سکتور او بانکدارۍ په برخه کې د ممکنه همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې یاد پلاوي کې د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، تجارت او صنعت، ماليې او اقتصاد وزارتونو او د افغانستان بانک استازي شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تل نړېوالې ټولنې او نړۍ هېوادونو ته د نشه يي توکو سره د اغېزمنې مبارزې ډاډ ورکړی دی او بديل معيشت او روږدو درملنې برخو کې یې د همکارۍ غوښتنه ترې کړې.

تړلي موضوعات