سهار ته په روزګان کې د شفلوغ بند ودانیزې چارې پیلېږي

سهار ته په روزګان کې د شفلوغ بند ودانیزې چارې پیلېږي بیارغونه او پراختیا

د ملي پراختیا شرکت ویاند تازه خبر ورکړی، چې سهار به د اسلامي امارت چارواکو له لوري د روزګان د شفلوغ بند ودانیزې چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شي.

د یاد شرکت ویاند نبي ارغندیوال وايي، چې د دې پروژې د تطبیق چارې د ملي پراختیا شرکت او د تمویل چارې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي.

د شفلوغ بند د روزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ کې موقیعت لري، چې د دې ولایت مرکز ترینکوټ څخه شاوخوا ۴۵ کیلومتره لرې واقع دی.

د یادونې وړ ده، چې دا بند د سېلابي اوبو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو او کارېزونو تغذیې او زراعتي ځمکو خړوب لپاره جوړېږي، چې د دې سیمې خلکو د اوبو ستونزې به ورسره حل شي.

تړلي موضوعات