له ایران راغلو کډوالو لویه ستونزه حل کېږي؛ هرات کې ورته نوی ښارګوټی جوړېږي

له ایران راغلو کډوالو لویه ستونزه حل کېږي؛ هرات کې ورته نوی ښارګوټی جوړېږي بیارغونه او پراختیا

د ایران ـ اسرائیلو له څو ورځنۍ جګړې وروسته له ایرانه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي دي، چې هره ورځ زرګونه افغانان خپل وطن ته راستنېږي، خو د دوی لویه ستونزه څه ده؟

تېرو څو ورځو کې له ایرانه راستنو شویو زرګونو کډوالو لویه ستونزه د سرپنا نه شتون و؛ هغه چې حکومتي چارواکو یې د حل په موخه اقدام وکړ.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، چې تازه هرات کې د راغلو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې، چې دغه استوګنیز ښارګوټی به په ۶ زره جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې تر بشپړېدو وروسته به له ایران څخه را ستانه شوي کډوال پکې ځای پر ځای شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دې ښارګوټي د بنسټ ډبرې ایښودو پر مهال ويلي، اسلامي امارت به په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي د کډوالو لپاره جوړ کړي، چې د ځینو یې د جوړېدو چارې روانې او ځینې نور بیا طرحه او ډیزاین شوي دي.

یاد ښارګوټی په داسې حال کې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې جوړېږي، چې تازه راستانه شوي کډوال په لویه کې د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.

تړلي موضوعات