کورنیو چارو وزیر د افغان روغتیاپالانو هڅې ستایلې دي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دې وزارت اړوند درې سوه بستریز روغتون تخصصي دورې پای غونډې ته وینا کې د افغان روغتیاپالانو هڅې ستایلې دي او ویلي یې دي، چې تاسو د سختو شرایطو باوجود خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په ترسره کولو سره مهم رول لوبولی دی.
ښاغلي وزیر زیاته کړې، تر دې وړاندې د هېواد په روغتيايي برخه کې بېباوري حاکمه وه، خو اوس پر روغتيايي مرکزونو او خدماتو ورځ تر بلې د خلکو باور ډېريږي.
خلیفه سراج الدین حقاني همداراز دې وینا کې ویلي، چې د روغتياپالانو په ځانګړي ډول تخصصي کارکوونکو لا هڅونې، همکارۍ او د خدماتو د پراختیا لپاره به لا نور اقدامات ترسره کړي.