د افغانستان روغتیايي سيسټم په پیاوړتیا خبرې وشوې

د افغانستان روغتیايي سيسټم په پیاوړتیا خبرې وشوې روغتیا
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مشر سره د عامې روغتیا وزیر کتنه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشر تاریا واټر ډال سره په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

عامې روغتیا وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سيسټم په پیاوړتیا،  لومړیتوبونو ته په کتو د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کېدو خبرې وشوې.

ناسته کې ښاغلي جلالي یادې کمېټې څخه د نیمه روغتیايي زده کړو برخه کې د افغان محصلینو د روزنې په موخه همکاري غوښتې.

وزارت وايي، د ناروې کمېټې مشر خپلو پرلپسې همکاریو ته په اشارې د نیمه روغتیايي زده کړو برخه کې د افغان محصلینو د روزنې او روغتیایي سکټور سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تړلي موضوعات