هند، پاکستان د سند له اوبو په بشپړ ډول محروموي
د هند کورنیو چارو وزیر آمیت شاه ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ته ویلي، هند به پاکستان سره د سند اوبو پر سر شوې معاهدې ته را ونه ګرځي او پاکستان له دغو اوبو محروموي.
امیت شاه ویلي، نوی ډيلي هوډ لري هغه اوبه چې تر دې وړاندې پاکستان ته تللې د یو کانال له لارې د هند راجستان ایالت ته انتقال کړي.
دغه لوړپوړي هندي چارواکي زیاته کړې، پاکستان هغه اوبه چې په ناحقه یې ترلاسه کولې محروم شي په خبره یې، هند به له دغو اوبو د خپلو کورنیو اړتیاوو لپاره استفاده وکړي.
د سند اوبو معاهده په ۱۹۶۰ کال کې د هند او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي له کبله وځنډول شوه، د دغې معاهدې له مخې پاکستان د کرنیزو ځمکو ۸۰ سلنه اوبه له هند څخه ترلاسه کوي.