افغان وزیر استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ګډون کړی
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ترکیې ته سفر کړی او هلته یې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ګډون کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي، چې ښاغلی وزیر استانبول ته رسېدلی دی او نن یې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۱مه غونډه کې ګډون کړی.
ښاغلی تکل زیاتوي، چې د بهرنيو چارو وزير به غونډې ته د وينا ترڅنګ د ګڼو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره د ناستې په څنډه کې پر دوو اړخيزو او سيمهييزو مسايلو هم ليده کاته ولري.