عباس عراقچي: د دفاعي ځواک پر سر هیڅ ډول خبري نه کوو

عباس عراقچي: د دفاعي ځواک پر سر هیڅ ډول خبري نه کوو سیاست
د اروپایي هېوادونو بهرنیو چارو وزیر او اروپایي ټولنې بهرني سیاست مسئول سره د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره ورځ د برېتانیا، فرانسې او المان بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي ټولنې بهرني سیاست مسئول سره خبرې کړې دي.

عراقچي تر دې ناستې وروسته د درېیو اروپایي هېوادونو او اروپایي ټولنې بهرني سیاست مسئول سره خبرې اترې مثتبې بللې په خبره یې، «ټولو ته مو روښانه کړه چې د دفاعي ځواک پر سر له هیچا سره خبرې نه کوو.»

ښاغلي عراقچي سیمه کې وروسته تحولاتو ته په غبرګون کې ویلي، ایران د اسرائیلو تر برید لاندې دی، د اټومي پروګروام راتلونکي په اړه به له هیڅ لوري سره خبري ونه کړي.

په ورته مهال د برېتانیا بهرنیو چارو وزیر له ایران غوښتي امریکا سره دې خبرو ته دوام وکړي، د اروپایي ټولنې بهرني سیاست مسئول ویلي، ایران سره د اروپا خبرو دروازې خلاصې دي دواړو لوریو د خبرو پر دوام هوکړه کړې.

بل‌خوا اکسیوس خبري ویب سایټ راپور ورکړی، ښایي عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د کتنې لپاره مسکو ته لاړ شي.

تړلي موضوعات