د کرنې وزیر روسي چارواکو او سوداګرو سره د کرنیزو همکاریو په تړاو خبرې کړې
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د روسیې ۲۰۲۵م اقتصادي کنفرانس څنډه کې د یاد هېواد کرنې وزارت مرستیال او پانګهوالو سره د کرنیزو همکاریو په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د کتنې پرمهال کرنیزو برخو کې د همکاریو پر پراختیا، مالدارۍ، اوبو لګولو، د کرنیزو محصولاتو صادراتو او وارداتو، اوبو لګولو سیسټم ښه والي او عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې بحثونه شوي.
بلخوا روسي پانګهوالو د افغانستان پر پورته یادو شویو برخو سربېره روسیې او منځنۍ اسیا ته د محصولاتو صادرولو لپاره د پانګهونې چمتووالی ښودلی.
کرنې وزارت دغه کتنه د افغانستان کرنې او مالدارۍ ودې برخه کې د بهرنیو پانګهوالو د جلب او جذب برخه کې مهم ګام بللی.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت پلاوی روسیې ته د اقتصادي ودې او د افغانستان کرنیزو ظرفیتونو معرفي کولو په موخه تللی دی.