پنجشېر کې د زمردو په ۱۵ نویو ساحو کې د کېندنو پیل

پنجشېر کې د زمردو په ۱۵ نویو ساحو کې د کېندنو پیل افغانستان

د پنجشېر ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې پنجشېر ولایت کې په ۱۵ نویو تثبیت شویو د زمردو کانونو کې د کېندنې چارې پیل شوې دي.

د دې ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس محمد قاسم امیري وايي، چې د ریاست مسلکي او تخنیکي ټیم یې د حصه اول ولسوالۍ په اړوند سیمو کې تازه د زمردو ۲۱ نوې ساحې کشف او تثبیت کړې دي.

ښاغلی امیري زیاتوي، چې له دې ساحو څخه په پنځلسو کې یې په رسمي ډول استخراج پیل شوی او په پاتې ۶ ساحو کې لا کار دوام لري.

یاده دې وي، چې د پنجشېر مسؤلین وايي، چې تر دې دمه له تثبیت شویو څه باندې ۱۷۰۰ کانونو څخه شاوخوا ۶۰۰ کانونه جواز لري او په نږدې ۳۰۰ کانونو کې عملاً د زمردو استخراج روان دی.

تړلي موضوعات