د افغانستان او سوریې بهرنیو چارو وزیرانو ترکیه کې سره کتلي

د افغانستان او سوریې بهرنیو چارو وزیرانو ترکیه کې سره کتلي سیاست

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سوریې عربي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن شيباني سره د ترکیې استانبول ښار کې کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي، د افغانستان او سوریې بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي او مهمې وبللې او خوښي يې څرګنده کړه چې دواړه ولسونه له اوږدو جګړو وروسته خپلواکۍ، امنيت او ثبات ته ورسېدل.

نوموړی زیاتوي، چې دې کتنه کې دواړو لوريو هيله څرګنده کړه چې د افغانستان او سوريې حکومتونه وتوانېږي چې پر اوسنيو ننګونو برلاسي او له فرصتونو ګټه پورته کړي.

دا کتنه استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان ننۍ غونډې په څنډه کې شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۱مه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې هېواد ته په سفر تللی دی.

تړلي موضوعات