افغان پلاوی د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شوی
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د دې وزارت وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ، د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو، د سوداګرۍ خونې غړي او ځینو پانګوالو په ملتیا، نن د روسیې سنتپترزبورګ ښار ته د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي نړېوال کنفرانس کې د ګډون په موخه روان شول.
یاد وزارت وايي، چې په دې رسمي سفر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند او یو شمېر نور افغان سوداګر او پانګوال د افغانستان په استازیتوب په دې نړېوال کنفرانس کې برخه اخلي.
د وزارت په خبره یاد کنفرانس چې د جون له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې د روسیې په سنتپترزبورګ ښار کې ترسره کېږي، د نړۍ له تر ټولو مهمو اقتصادي ناستو څخه شمېرل کېږي، چې د ۱۴۰ څخه زیاتو هېوادونو استازي پکې برخه لري.
یاده حکومتي سرچینه زیاتوي، چې د کنفرانس بنسټیز موضوعات اقتصادي بحثونه، چاپېریال، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو تبادله ده.
د کرنې وزارت همداراز وايي، چې د افغانستان فعاله ونډه په دې کنفرانس کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د نړېوالو همکاریو د جذب لپاره په ځانګړي ډول د کرنې، سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په برخو کې یو مهم ګام بلل کېږي.
یاده دې وي، چې د افغان حکومت چارواکي وروستیو کې د سیمې هېوادونو په نړېوالو کنفرانسونو او غونډو کې په لوړه کچه ګډون کوي او د کنفرانسونو په څنډو کې د بېلابېلو هېوادونو چارواکو سره لیده کاته هم لري.