کانونو او پټرولیم وزارت: آفچین شرکت سره د پرلپسې سرغړونو له امله تړون لغوه شو
کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د آمو سیند د نفتو حوزې د ۲۵ کلن اکتشاف او استخراج تړون له «آفچین» شرکت سره د دې شرکت د پرله پسې سرغړونو له امله لغوه شوی.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اړوندو ادارو له خوا د جوړو شویو کمېټو د ګډو څېړنو په اساس «آفچین» شرکت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.
ویل شوي، چې دا پرېکړه د اقتصادي معاونیت په وړاندیز او د ریاستالوزراء په حکم شوې ده.
د یادونې ده، چې یاد شرکت باید د آمو سیند د نفتو په حوزه کې د شوي تړون له مخې په لومړي کال ۱۵۰ میلیونه او په راتلونکو درېیو کلونو کې، چې د اکتشاف دوره بلل کېږي ۵۴۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې وای.