حوثي ځواکونه: د ټرمپ ګواښ د اسرائیلو د ماتې په معنا ده
د یمن انصارالله ځواکونو د ټرمپ هغه ګواښ چې باید تهران تخلیه شي ویلي، دا ګواښ د اسرائیلو د ماتې نښه او دا وضعیت د تل ابیب له کنټرول څخه د وتلو معنا لري.
حوثيانو ویلي، که صهیونېست رژیم د ایران بریدونو مقابله کولای شوای امریکا ایران ته ګواښ نه کاوه.
په ورته مهال سي اېن اېن ټلوېزیون په سپینه ماڼۍ کې د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ په ایران د فشار زیاتوالی دی څو د خبرو مېز ته چمتو شي.
په ورته مهال د ترکیه، سعودي عربستان او مصر په ګډون ۲۲ هېوادونو په ایران د اسرائیلو له لوري د بریدونو سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده.