ایران پر اسرائیلي ښارونو تازه بریدونه پیل کړل

ایران پر اسرائیلي ښارونو تازه بریدونه پیل کړل نړۍ

الجزیرې د ایراني تلوېزیون په حواله خبر ورکړی، چې پر اسرائیلي ښارونو د ایران تازه بریدونه پیل شول.

رویټرز خبري اژانس د ایراني تلوېزیون په حواله وايي، چې دا ځل ایران د توغندیو او ډرون الوتکو پر مټ برید پیل کړی.

دې بریدونو پیل سره هممهاله د ایران ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌ای پر اېکس د قرانکریم مبارک آیت « نصر من الله و فتح قریب» لیکلو تر څنګ ویلي، د الله تعالی په اذن به ایران په صهیونیستي رژیم غالب کېږي.

بلخوا د اسرائیلو معاریف ورځپاڼې بیا ویلي چې اسرائیل د یوې سختې شپې انتظار کوي.
جزیات وروسته...

تړلي موضوعات