ملا حمدالله فطرت: افغانستان به سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال کې خپل رول ولوبوي

ملا حمدالله فطرت: افغانستان به سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال کې خپل رول ولوبوي سیاست
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت

د افغانستان اسلامي امارت د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د چین – منځنۍ اسیا دوهمه سرمشریزه کې د افغانستان په اړه د مثبتو څرګندونو او دریځ هرکلی کړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، افغانستان کې د امنیت، اقتصادي ټیکاو او پرمختګونو په اړه د یادې سرمشریزې ګډونوالو د مثبت دریځ او همکاریو ژمنو ملاتړ کوو.

حمدالله فطرت ویلي، افغانستان به د سیمې د یو هېواد په توګه په سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال کې خپل رول ولوبوي.

نوموړي د سیمې لپاره د افغانستان ټیکاو او امنیت یو مهم واقعیت بللی او له ټولو هېوادونو یې افغانستان سره د اړیکو او اقتصادي همکاريو لا پراخېدو غوښتنه کړې.

ښاغلي فطرت دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د قرغزستان ولسمشر د منځنۍ اسیا هېوادونو سرمشریزه کې افغانستان د سیمې امنیت ټینګښت لپاره مهم بللی او د نړېوالې ټولنې د هغو هڅو ملاتړ یې کړی، چې موخه یې افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت دی.

تړلي موضوعات