امریکا د غزې روانه نسل وژنه کې په مستقیم ډول دخیله ده
د اسلامي امارت مشرتابه د لوی اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته په خپله وینا کې ویلي، امریکا په نړۍ کې د مسلمانانو ټول وژنه روانه کړې.
امیرالمؤمنین په خپلو خبرو کې ویلي، امریکا له یوې خوا د بشري حقونو دروغجنه ادعا روانه کړې، خو لهبلي خوا یې نړۍ کې په مسلمانانو ځمکه سور اور ګرځولې.
نوموړي غزه کې روانې نسل وژنې ته په اشارې ویلي، د اسرائیلو له لوري غزه کې روان قتل عام د امریکا په مستقیمې همکارۍ ترسره کیږي په خبره یې، د امریکا له مرستې پرته اسرائیل هیڅ هم نه شي کولی.