کابل کې اندونیزیا نوی شارژدافیر: د جاکارتا او کابل تر منځ د رغنده اړیکو جوړول مې لومړیتوب دی

کابل کې اندونیزیا نوی شارژدافیر: د جاکارتا او کابل تر منځ د رغنده اړیکو جوړول مې لومړیتوب دی سیاست
کابل کې د اندونیزیا نوي شارژدافیر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

کابل کې د اندونیزیا نوي شارژدافیر نندا ایوالیست د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره تعارفي لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او پراخو اړیکو پر ضرورت ټینګار کړی.

نندایوالیست ویلي، د خپل ماموریت دوره کې به د افغانستان ځمکني واقعیتونه او پرمختګونه د اندونیزیا له حکومت او ولس سره شریک کړي.

نوموړي د جاکارتا او کابل ترمنځ د رغنده اړیکو جوړولو خپل کاري لومړیتوب بللی دی.

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزیر نندا ته په خپل نوي ماموریت کې د بربالیتوب غوښتنه کړې او اندونیزیا سره په بېلابېلو برخو کې یې د مثبتو اړیکو هیله یې ښودلې.

متقي اندونیزیا کې د اسلامي امارت ډيپلوماټانو منلو او بېلابېلو برخو کې د یاد هېواد د ملاتړ هر کلی کړی.

تړلي موضوعات