د اسلامي امارت رئیس الوزراء: افغانان دې دښمن ته د نظام کمزوري کولو اجازه نه ورکوي

د اسلامي امارت رئیس الوزراء: افغانان دې دښمن ته د نظام کمزوري کولو اجازه نه ورکوي سیاست
د اختر تر لمانځه وروسته د رئیس الوزراء وینا

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملامحمد حسن اخوند ارګ کې د اختر لمانځه ادا کولو وروسته وینا کې ویلي، سره له دې چې ستونزې شته، خو باید وېښ و اوسو، علما او ټول افغانان باید د اسلامي نظام ستنو کمزوري کولو لپاره دښمن ته اجازه ورنکړي.

رئیس الوزراء په خپلو خبرو کې په یو شمېر مغرضو رسنیو هم نیوکه کړې، چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې کوچنۍ منعکسوي او ناسم قضاوت کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام مشعل خاموشه کولو اجازه باید هیچاته ورنه کړل شي.

رئیس الوزراء په خپلو خبرو کې له ځوانانو او موټر چلوونکو غوښتي، چې اختر او نورو ورځو کې د موټر چلولو پر مهال له پوره احتیاط کار واخلي او په چټکتیا دې ځانونو او نورو هېوادوالو ته زیان نه رسوي.

په افغانستان کې نن شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

تړلي موضوعات