ایران د اسرائیلو حساس اټومي اسناد ترلاسه کړي

ایران د اسرائیلو حساس اټومي اسناد ترلاسه کړي نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله وايي، ایران ادعا کړې ده چې استخباراتي ادارو یې د اسرائیلو اټومي موادو حساس اسناد ترلاسه کړي دي.

اژانس وايي، اسرائیلو تر دې دمه د یادو اسنادو په اړه رسمي څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې ویل شوي و، چې د اسرائیلو اټومي تاسیساتو اړوند د یوه څېړنیز مرکز سېسټم هک شوی.

تهران د اسرائیلي حکومت محرمو اسنادو ترلاسه کولو ادعا داسې مهال کیږي، چې اسرائیلي حکومت تېره مۍ میاشت دوه تنه داسې مهال ونیول، چې پرې ایران ته د استخباراتي دېټا راټولوله تور لګېدلی و.

اژانس د پټو ایراني سرچینې له قوله ویلي، د ایران استخباراتي ادارو له لوري ترلاسه شوي اسناد دومره پیاوړي دي، چې یوازې کتنه یې کافي اندازه وخت نیسي.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ خرابې اړیکې له کلونو راهیسې دوام لري خو د دواړو ترمنځ دښمني وروسته له هغې پیل شوه، چې تېر کال اسرائیلو په ایران خاوره بریدونه ترسره کړل.

تړلي موضوعات