روسیې د اوکرایین په زېربناوو پراخ بریدونه کړي
د روسیې رسنیو راپور ورکړی، چې تېره شپه د روسیې پوځ د راکټو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اوکرایین پلازمېنه کیف او ۹ نورو سیمونه پراخ بریدونه کړي.
د روسیې رسنیو د راپور له مخې دغو بریدونو کې د اوکرایین پوځي مرکزونه او ښاري زېریناوې هدف ګرځول شوې.
دغه بریدونه وروسته له هغې کیږي، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلفوني خبرو کې له اوکرایین د غچ اخېستلو ټیګار وکړ.
روسیې پر اوکرایین دغه بریدونه د یاد هېواد په پوځي اډو د اوکرایین وروستیو بریدونو په غبرګون کې چې درانه زیانونه واړول کړي دي.