اسرائیلو کې پراخ لاریون؛ ګډونکي روانه جګړه د اسرائیلو ارادې خلاف بولي

اسرائیلو کې پراخ لاریون؛ ګډونکي روانه جګړه د اسرائیلو ارادې خلاف بولي نړۍ
انځور ارشیف

الجزیرې ټلوېزیون د راپور په بنسټ، اشغال شوي فلسطین کې زرګونه لاریون کوونکي واټونو ته راوتلي او روانه جګړه دوي د ارادې خلاف بولي.

راپور کې راغلي، لاریون کوونکي د بندیانو په بیا راستنېدو ټینګار لري او په نیوکو کې وايي، د جګړې پای ته رسول نه یوازې د بندیانو را خوشې کېدو سبب ګرځي بلکې د اسرائیلو د ژغورلو یوازینۍ لاره ده.

سرچینه وايي، لاریون تېره ورځ پیل شوی او ګډون کوونکي غزه کې د صهیونیست رژیم له لوري روان سیاست ناوړه او له بدو اغېزو ډک بولي.

اسرائیلیان وروسته له هغې واټونه ته راوتلي، چې اشغالګر پوځ غزې تړانګه کې هغه سیمه کلابنده کړې چې مهم اسرائیلي پوځي پکې ساتل کیږي.

د اسرائیلو دې کلابندۍ سره د حماس پوځې څانګې ویاند ابوعبیده خبرداری ورکړی، چې دښمن دې د بندیانو ژوندي خوشې کېدو له هڅو لاس واخلي په خبره یې ، که په دې هڅه کې بندیان ووژل شي، مسؤلیت یې د اشغالګر پوځ په غاړه دی.

تړلي موضوعات