امریکا ته د روسیې ګواښ؛ واشنګټن د اسرائیلو پوځي ملاتړ نه شي کولی

امریکا ته د روسیې ګواښ؛ واشنګټن د اسرائیلو پوځي ملاتړ نه شي کولی سیمه
له اسرائیلو د ملاتړ له کبله روسیې امریکا ته ګواښ کړی

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف له اسرائیلو د امریکا هر ډول احتمالي مستقیم پوځي ملاتړ ته ګواښ کړی.

سرګي ریابکوف ټینګار کړی، چې د امریکا دا ډول اقدام به منځني ختیځ کې اوضاع لا بې ثباته کړي.

ښاغلي ریابکوف ویلي، مسکو واشنګټن ته ګواښ کوی، چې د اسرائیلو پوځي ملاتړ له فرضي یا ذهني سناریو ډډه وکړي په خبره یې، دا ډول اقدامات په بنیادي ډول د سیمې ثبات ګواښې.

په ورته مهال د ایران مذهبي مشر هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، امریکایان باید پوه شي، چې ایران تسلیمېدونکی نه دی او د هغوی هر ډول پوځي اقدام به له شک پرته نه جبرانېدونکي زیانونه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې امریکایي رسنیو خبر ورکړی و، چې ټرمپ پر ایران د مخامخ برید طرحه تر لاس لاندې لري.

تړلي موضوعات