که امریکا د اسرائـ. یلو په ملاتړ پر ایران برید وکړي؛ څه به پېښ شي؟

که امریکا د اسرائـ. یلو په ملاتړ پر ایران برید وکړي؛ څه به پېښ شي؟ نړۍ

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل يوه راپور کې څرګنده کړې ده چې امريکا سيمه کې د خپل شتون د لا پياوړي کولو په حال کې ده او ايران ګواښ کړی که امریکا په جګړې ورګډه شوه؛ سيمه کې شته امريکايي اډې به تر بريدونو لاندې ونيسي.

ورځپاڼې د لوړپوړو امريکايي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې متحده ايالاتو د تېلو ډکولو لپاره تر ۳۰ پورې الوتکې اروپا ته استولې دي، څو د هغو جنګي الوتکو مرسته وکړي چې د امريکايي اډو ساتنه کوي او يا په هغو شونو بريدونو کې ونډه واخلي چې د ايران په اتومي تاسيساتو به کېږي.

راپور زياته کړې ده، چې د امريکايي چارواکو تر منځ د جګړې د لمنې پراخېدو وېره په داسې وخت کې زياته شوې ده، چې اسرائيل په سپينه ماڼۍ پرله‌پسې فشار راوړي چې د ايران په ضد په جګړه ورسره ورګډه شي.

دغو چارواکو ويلي چې که امريکا له اسرائيلو سره يوځای شوه او د فورډو په نوم د ايران تر ټولو ستره اتومي بټۍ يې په نښه کړه، نو تقريبا بېخي يقيني ده چې ايران پلوه حوثي ځواکونه به په سره سمندر کې بيا ځل په کښتيو بريدونه پيل کړي او ایران به سیمه کې امریکايي اډې په نښه شي.

نورو چارواکو ورځپاڼې ته ويلي چې د امريکا د بريد په مهال به ايران هرمز تنګی هم په بمونو وپوښي او دا تکتيک به په عربي خليج کې د امريکايي جنګې بېړيو مخه ونيسي.

د سیمې هېوادونو کې څومره امریکايي سرتېري شته؟ سيمه کې اوسمهال د امريکایي پوځيانو شمېر د ۴۰ زرو شاوخوا کې دی.

راپور د ايراني چارواکو له خولې هم ويلي، که امريکا د اسرائيلو په پلوۍ جګړې ته ورګډه شوه؛ ايران به په امريکايي اډو بريدونه وکړي، چې پيل به يې له عراقه وي. هغوی زياته کړې ده، چې ايران به په هغو عربي هېوادونو کې امريکايي اډې هم په نښه کړي چې په جګړه ورګډ دي.

سره له دې چې کوم عربي هېواد تر اوسه په رسمي ډول د ايران په ضد د جګړې خبره نه ده کړې، خو ځينو هېوادونو د ايران د ځوابي بريدونو له پيل وړاندې ټينګار وکړ چې خپله فضا به پرېنږدي چې د نورو په جګړه کې وکارول شي.

بلخوا تر دې دمه څرګنده نه ده، که د فورډو په نوم اتومي بټۍ په نښه شي، د ايران په اتومي ځواک به څه اغېز ولري او د اتومي وسلو جوړولو پرمختګ به يې څومره وځنډوي. دغه راز د ايران د غني شويو يورانيمو اوسنۍ ذخيره لا هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تر ځمکې لاندې پټه ده.

وړاندې ګڼو امريکایي چارواکو ويلي وو، چې اسرائيل به د ايران اتومي بټيو ته د لا ډېر ضرر پېښولو په برخه کې د امريکا مرستې ته اړ شي او امريکايي مرسته ښايي دا وي چې هغه اسرائيلي کومانډو ځواکونو ته هوايي پوښښ ورکړي چې د ځمکې له لارې به د ايران خاورې ته ننوځي.

خو تر ټولو ډېره ترجېح دې چارواکو دې ته ورکړې وه چې امريکا به د لويو ذخيرو په له منځه وړونکې وسله سمبال د B-2  الوتکو بريدونه وکړي چې دا وسله کولی شي هغه غر وڅيري چې فورډو اتومي بټۍ ورلاندې ده.

ياده دې وي چې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ بيا بيا ټينګار کړی چې امريکا به کله هم ايران ته د اتومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي. هغه د تېرې سه شنبې په ورځ له ايرانه وغوښتل چې په غيري مشروط ډول هر څه ومني، خو ايران لا هم په خپل دريځ ټينګ دی.

تړلي موضوعات