د ایران ـ اسرائـ. یلو جګړې اوومه شپه هم بې بریدونو نه ده
که له تېرې جمعې شپې د اسرائیلو له لومړنیو بریدونو د دې جګړې شپه شمار کړو نن د ایران ـ اسرائیلو جګړې اوومه شپه ده، تېرې شپږ شپې دواړو لوریو ته خونړۍ او بې سارې مرګونې وې.
پر اوومه شپه هم دواړو لوریو بریدونه کړي دي؛ ایران تسنیم خبري اژانس یو ساعت وړاندې خبر ورکړی، چې اسرائیلي ښارونو پر لوري یو ځل بیا ایران توغندي توغولي دي.
د توغول شویو توغنديو له ویډیوګانو ښکاري چې دا ځانګړي توغندي دي له نورو.
د ایراني لوري له دې خبر سره هممهاله د اسرائیلو راډیو هم دا بریدونه منلي او ویلي یې دي، چې پر اسرائیلو ۸ ایراني توغندي توغول شوي.
بلخوا تسنیم اژانس د اسرائیلي اشغالګرو له بریدونو هم خبر ورکړی، زیاتوي، چې اسرائیلو د اصفهان نجفآباد ښار کې د عامو خلکو دوه موټرې په نښه کړې چې د دوو کورنیو اوو غړو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ژوند له لاسه ورکړی.
له دې خبر ساعت مخکې د ایران فارس خبري اژانس وویل، چې د تهران ختیځ کې د غرونو ځینې برخې تر برید لاندې راغلې دي او هلته د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
یاده دې وي، چې ایران ـ اسرائیلو دې شپږ ورځنۍ جګړه کې دواړو لوریو پر یو بل ډېر خونړي بریدونه کړي دي، چې دواړه یو بل ته د درنو زیانونو او مرګ ژوبلې اوښتلو خبرونه ورکوي.