ایران نن شپه په لومړي ځل «سجـ.یل» بالستیک توغندي پر اسرائـ. یلو وتوغول
د ایران سپاه پاسداران ځواک خبر ورکړی، چې نن شپه پر اسرائیلو د ایران دولسم پړاو بریدونه د «سجیل» بالستیک توغندیو پر مټ پیل شول.
ایران وايي، چې دا ۲۰۰۰ کیلومټره واټن وهوونکي توغندي یې په لومړي ځل پر اسرائیلو (اشغالي فلسطین) کارولي دي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک اسرائیلي وګړو ته د ګواښ په ډول ویلي، چې د سپاه هوايي ځواک تندر توغندي به تاسو ته دا اجازه در نه کړي، چې یوه شېبه هم له ځمکې لاندې پټنځایونو څخه بهر ژوند وکړئ.
سپاه پاسداران خبرپاڼه کې اسرائیلي وګړو باندې غږ شوی، چې یا باید د پناهځایونو په جهنمي ژوند کې «ورو ورو مرګ» وټاکئ او یا له خپلو نیول شویو سیمو، چې ستاسو نېکونو غصب کړې دي، سملاسي وتښتئ؛ ښایي ژوندي پاتې شئ.
یاده دې وي، چې ایران ـ اسرائیلو دې شپږ ورځنۍ جګړه کې دواړو لوریو پر یو بل ډېر خونړي بریدونه کړي دي، چې دواړه یو بل ته د درنو زیانونو او مرګ ژوبلې اوښتلو خبرونه ورکوي.