د اسرائیلو نږدې ۱۶ زره ودانۍ زیانمنې شوې؛ له ۱۳۰۰ زیات ټپیان دي

د اسرائیلو نږدې ۱۶ زره ودانۍ زیانمنې شوې؛ له ۱۳۰۰ زیات ټپیان دي نړۍ

د ایران تسنیم خبري اژانس د اسرائیلي سرچینو له قوله تازه خبر ورکړی، چې د ایران توغندیزو او ډرون بریدونو کې له ۱۳۰۰ زیات صهیونیستان ټپیان شوي او ۲۴ تنه وژل شوي دي.

تسنیم اژانس ویلي، چې دا ارقام اسرائیلي رسنیو خپاره کړي، چې له سخت سانسور سره مخ دي.
یاد ایراني اژانس همدارنګه ویلي، چې د ایران بریدونو په پایله کې د اسرائیلي اشغالګرو ۱۵ زره او ۸۰۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي.

یاده سرچینه زیاتوي، چې ایران د بریدونو له پیل راهیسې له ۴۰۰ زیات توغندي او سلګونه ډرونونه پر اسرائیلي ښارونو ( اشغالي فلسطین) توغېدلي دي.

یاده دې وي، چې ایران د اسرائیلو له اولنیو بریدونو وروسته پر اسرائیلي ښارونو او اهدافو د پرمختللو توغندیو او ډرون الوتکو ۱۱ پړاوه بریدونه وکړل، چې د اسرائیلو مهم او حساس پوځي، استخباراتي او اتومي اهداف په کې په نښه او ویجاړ شول.

تړلي موضوعات