مولوي ذبیح الله مجاهد: افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي ټاکل د اړیکو برخه کې مهم ګام دی
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي ټاکل کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو برخه کې مهم ګام بللی.
ښاغلي مجاهد رسنیو سره خبرو کې د کابل او استانې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا هیله ښودلې.
تر دې وړاندې قزاقي رسنیو خبر ورکړی و، چې یرکین توکوموف د افغانستان لپاره د یاد هېواد ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی.
توکوموف له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا د قزاقستان د ستراتیژیکو څېړنو ادارې مسئول په توګه پاتې شوی.
د یادونې ده، چې له قزاقستان سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اړیکې نوي پړاو ته دننه شوې اوس یاد هېواد اسلامي امارت سره د اړیکو لا ټینګښت په موخه افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی هم پېژندلی دی.