چین افغانستان سره د نږدې ۷۰ زره ډوزه واکسینو مرسته وکړه
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې چین هېواد د افغانستان روغتیا وزارت سره د ۶۶ زره ډوزه واکسینو مرسته کړې ده.
یاد وزارت ویلي، چې دا واکسین ۳۳ زره ډوزه د انفلونزا او ۳۳ زره ډوزه د « Meningitis » واکسین دي.
د دې وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د چین هېواد د مرستو هرکلی کړی او د واکسینو د ګمرکي چارو پر غوره مدیریت یې ټینګار کړی تر څو یې کیفیت خوندي پاتې شي.
بلخوا په دې اړه کتنه کې چې کابل کې شوې د چین هېواد استازي د افغانستان د روغتیا سکټور سره خپلو دوامداره مرستو ته په اشارې ویلي، چې دا مرستې به لا پراخه او نورو برخو ته هم وغځوي.
یاده دې وي، چې چین د افغانانو سره وخت نا وخت د روغتیا، بېړنۍ سرپناه او خوراکي توکو برخه کې مرستې کوي، چې افغان حکومت یې هرکلی کوي.