ژر به د سوري زړه ناروغانو درملنې لپاره ځانګړی روغتون فعالیت پیل کړي

ژر به د سوري زړه ناروغانو درملنې لپاره ځانګړی روغتون فعالیت پیل کړي روغتیا
انځور ارشیف

کابل کې د دغه ځانګړي روغتون د پرانېستې پر سره خبرې اترې د افغان سرې میاشتې ټولنې د رهبرۍ ناسته کې شوې دې.

د سرې میاشتې ټولنې ویلي، د رهبرۍ  ناسته کې د اداري چارو ښه والي، یاد روغتون چمتو کولو او د اړوند برخو ترمنځ په همغږۍ ټینګار شوی دی.

که څه هم هېواد کې د سوري زړه ناروغانو درملنې لپاره مجهز روغتون نشته، خو بیا هم دغه بنسټ توانېدلی چې د کورنیو روغتونو په مرسته د زرګونو هغو ناروغانو درملنه وکړي، چې زړونه یې سوري دي.

تړلي موضوعات