پنجشېر کې د معیاري روغتون جوړېدو لپاره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ منظورې شوې

پنجشېر کې د معیاري روغتون جوړېدو لپاره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ منظورې شوې روغتیا
پنجشېر کې معیاري روغتون لپاره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ بودیجه منظور شوې

د اسلامي امارت مشرتابه پنجشېر ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړېدو لپاره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ بودیجه منظوره کړې.

د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون حریت راډیو ته ویلي، دغه روغتون به دوو درې پوړیزو بلاکونو کې په معیاري ډول د پنجشېر مرکز بهارک کلي کې جوړ شي.

لټون ویلي، یاد روغتون به تر جوړېدو وروسته د جراحي، داخلې، ماشومانو، نسایي ولادي، ارتوپیدي، سترګو، غوږ، مجهز عملیات خانې، درملتون او اکسرې برخو کې د پنجشېر اوسېدونکو ته خدمات وړاندې کوي.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم یاد ولایت کې د دې روغتون جوړېدل روغتیایي خدمتونو ښه والي برخه کې مهم ګام بللی په خبره یې، دغه روغتون به د پنجشېر اوسېدونکو اړتیاوي پوره کړي.

بلخوا د پنجشېر اوسېدونکو د یادې پروژې منظورېدو ته خوښ دي او وایي، تېرو شلو کلونو کې یې اساسي اړتیاوو ته پاملرنه نه ده شوې.

تړلي موضوعات