سبا د هلمند نهر سراج کانال د لومړي پړاو چارې پیل کېږي
د ملي پراختیا شرکت ویاند خبر ورکړی، چې سبا ته به د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د هلمند نهر سراج کانال د لومړي پړاو چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شي.
د یاد شرکت ویاند نبي ارغندیوال وايي، چې د دې پروژې د تطبیق چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري او د تمویل چارې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي.
د نهر سراج کانال پروژه داسې مهال پرانېستل کېږي، چې نن د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین پروژه هم د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانېستل شوه.