د مالیزیا پلاوي او لوړو زده کړو وزیر کتنه؛ د علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی
د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي داتو احمد اعظم او ورسره مل پلاوي د افغانستان لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم سره کتلي دي.
د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وايي، چې دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان په تحصیلي نظام کې
د وروستیو پرمختګونو او بدلونونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته، په هېواد کې د علمي او تحصیلي برخې پرمختګ تر څنګ، د فوق لېسانس نوې برنامې رامنځته او د زېربنایي پروژو په برخه کې هم د پام وړ کارونه ترسره شوي دي.
دې کتنه کې افغان وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا او همکارۍ ټینګار کړی.
بلخوا د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار ترڅنګ افغانستان کې د افغان نړېوال اسلامي پوهنتون په شتون خوښي وښوده او ویې ویل چې ډېر ژر به د دغه هېواد یو پلاوی د دې پوهنتون د لیدنې لپاره کابل ته راشي.
د وزارت ویاند په خبره چې دې کتنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو علمي اړیکو د څرنګوالي او هوکړه لیکونو د لاسلیک په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل.
د یادونې وړ ده، چې د مالیزیا هېواد یاد پلاوي تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي و او د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي وو.