د افغان کډوالو ډله ییز اخراج مخنیوي په اړه افغان وزیر له ایراني سفیر سره خبرې کړې
کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېکدلي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو مسایلو په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په موضوع خبرې وشوې.
دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي د ایران او د اسرائیلي رژیم ترمنځ د اوربند عملي کېدل د سیمې په ګټه بللي او ټینګار یې کړی، چې راتلونکي موضوعات هم باید داسې مدیریت شي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل نه شي.
یاد وزارت ویلي، چې ښاغلي وزیر دې لیدنه کې د افغان کډوالو ډله ییز ویستلو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او زیاته یې کړه، چې دا موضوع دې د ایران لوړ پوړو چارواکو سره شریکه شي.
ښاغلي متقي ویلي، چې باید د ښه ګاونډیتوب په روحیه او د یوه منظم میکانیزم له مخې د کډوالو د تدریجي بېرته راستنېدو لپاره پلان جوړ شي، څو دواړه دولتونه د دوی د ستونزو او لېږد په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دې کتنه کې د ایران سفیر د اسلامي امارت له ملاتړ او همکارۍ مننه او قدرداني کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د کډوالو موضوع به له خپل حکومت سره شریکه کړي او د ستونزو د حل لپاره به جدي اقدامات وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ایران ـ اسرائیلو له څو ورځنۍ جګړې وروسته له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی او یوازې تېره ورځ له ۳۰ زرو زیات افغانان له ایران څخه خپل وطن ته راغلي دي.