سرچېنه: مسکو کې د افغان ماشوم قضیې په اړه پلټنې پیل شوې
د بهرنیو چارو وزارت سرچېنې حریت راډیو ته ویلي، چې مسکو کې د بلاروسي وګړي له لوري د دوه کلن افغان ماشوم پر ځکمې ویشتل کېدو پېښه چې د ماشوم سر او د ملا تیر مات د ماتېدو لامل شوه، په اړه یې پلټنې پیل شوې.
سرچینې ویلي، بهرنیو چارو وزارت له لوري مسکو کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه شوې، چې قضیه دې له نږدې وڅاري او په اړه یې پلټنې وکړي.
د سرچېنې په خبره، د سفارت ډيپلوماټان له هدایت سره سم روغتون ته ورغلي او د ماشوم وضعیت یې له نږدې څارلی.
سرچېنې همداراز زیاته کړې، د ماشوم وضعیت اوس ښه دی او اندېښنې وړ څه نشته په خبره یې مجرم نیول شوی او قضیه یې تر څېړنو لاندې ده.
دوی ډاډ ورکړی، چې بهرنیو چارو وزارت به له خپلو ټولو شته امکاناتو د ماشوم په تداوي او قضيې څېړلو کې استفاده وکړي.
روغتون ته ورغلو ډيپلوماټانو د ماشوم له کورنۍ سره نغدي مرسته هم کړې.
د یادونې ده، چې یو بلاروسي وګړي، د مسکو په شرمتیو نړېوال هوایي ډګر کې یو افغان ماشوم پر ځمکه ویشتی، چې دې پېښه کې د ماشوم سر او د ملا تیر مات شوي او دا مهال روغتون کې بستر دی.