علي خامنه ای: امریکا او اسرائیلو جګړه کې له ماتې پرته هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د ایران او اسرائیلو ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې او اوربند وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې بریا اعلان کړه.
علي خامنه ای ویلي، د ایران تر ګوزارونو وروسته اسرائیل تقریبا له پښو وغورځېد.
خامنه ای زیاته کړې، امریکا له دې کبله جګړې ته دننه شوه ځکه احساس یې وکړ چې صهیونیستي رژیم په بشپړ ډول د له منځه تلو په حال کې و.
نوموړي همداراز ویلي، امریکا په جګړه کې له ماتې پرته هیڅ هم ترلاسه نه کړل او سخته ضربه یې ورکړه.
د ایران مذهبي مشر ګواښ کړی، چې راتلونکي کې بیا هم ورته اقدام وشي د دښمن دوه برابره زیان وویني.
بلخو د ایران سپاه پاسداران مشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، امریکایي چارواکو د سیمې یو شمېر هېوادونو له لارې ورته د جګړې درلو عذر وړاندې کړ او عملا د ایران پر وړاندې تسلیم شول.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه په اوربند سره پای ته ورسېده.