اروپايي ټولنه له نشه یي توکو د مخنیوي لپاره افغانانو سره مرسته کوي

اروپايي ټولنه له نشه یي توکو د مخنیوي لپاره افغانانو سره مرسته کوي نړۍ
اروپايي ټولنه

اروپایي ټولنې د نشه یي توکو نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، په نشه یي توکو روږدي کېدو مخنیوي او معتادینو درملنې برخه کې افغانانو سره مرسته کوي.

یادې ټولنې ویلې، د ۲۶میلیونه یورو مرستې سره په پام کې لري افغانستان کې په رواني ناروغیو او نشه یي توکو زرګونو روږدو درملنه وکړي.

د اروپایي ټولنې په خبره، دغه مرستې به د خوړو نړېوال پروګرام او ملګرو ملتونو د نشه یي توکو سره د مبارزې او جرمونو دفتر له لارې افغانانو ته ورسیږي.

د یادونې ده، نن د جون ۲۶مه د نشه یي توکو سره د مبارزې نړېواله ورځ ده.

تړلي موضوعات