اسرائیلو ولي اوربند ته غاړه کېښوده؟ اصلي کیسه څه ده؟
له اسرائیلو د امریکا پراخ پوځي ملاتړ او نظامي مرستو برابرېدو سره سره تازه درېیو امریکایي چارواکو اېن بي سیي نیوز سره خبرو کې ویلي، د اسرائیلو پوځ د وسلو او مهماتو له سخت کمښت سره مخ دی.
اېن بي سي نیوز د یادو امریکایي چارواکو له قوله په خپل راپور کې ویلي، امریکا تر دې مهال اسرائیلو ته د ۹۰زره ټنو په اندازه نظامي تجهیزات ورکړي، چې له ایران سره جګړه کې هم اسرائیلو ته د امریکا پر وسلو بار ۸۰۰مه الوتکه رسېدلې.
الجزیرې هم تازه ویلي، امریکا غزه کې د ۲۰۲۳ اکتوبر جګړې په پیل کې اسرائیلو ته ۱۴۰ ځلي د سمندر له لارې نظامي تجهیزات استولي.
دغه نظامي تجهیزات چې تر ډېره کارول شوي تازه هغو امریکایي چارواکو چې د اسرائیلو وسلو زېرمو ته لاسرسی لري منلې، چې اسرائیل دا مهال د پوځي تجهیزاتو له سخت کمښت سره مخ دی.
بلخوا ایراني رسنیو هم د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې اسرائیلو پوځ د وسلو له کمښت سره مخ دی.
امریکایي چارواکو وروسته له هغې دغه څرګندونې کړې، چې اسرائیلو ایران سره په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې په وار وار له امریکا د مرستې غوښتنه وکړه.
د ایران او اسرئیلو ترمنځ جګړه کې د امریکا له ښکېلتیا وروسته ایراني چارواکو وویل، د امریکا مداخله د اسرائیلو د ماتې په مانا ده، او دغه رژیم نور په یوازې ځان د جګړې توان نه لري.
د ایران او اسرائیلو جګړې په پیل کې هم د صهیونیستي رژیم ګڼو چارواکو خپله ناتواني ومنله او له امریکا یې جګړه کې د مداخلې غوښتنه وکړه.
د ایران جګړه کې د امریکا مداخلې د لوبې بڼه بدله کړه، خو روسیې، چین، شمالي کوریا او ګڼو هېوادونو دغه مداخله وغندله او هغه یې د نړېوالو اصولو او ملګرو ملتونو د منشور خلاف وبلله.
تر دې ور ها خوا روسیې ته د ایران بهرنیو چارو وزیر او له نوموړي سره د روسیې ولسمشر ژمنو او قطر کې د امریکا پوځي اډې په نښه کولو فضا بدله کړه.
تر دې سفر او قطر کې د امریکا په پوځي اډې تر برید یوه ورځ وروسته د امریکا ولسمشر بیا لاس په کار شو او د منځګړي په توګه یې د دواړو لوریو ترمنځ اوربند اعلان کړ.
خو د اوربند په پیل کې د اسرائیلو له لوري سرغړونې د ټرمپ روحیه بدله کړه او دا یې یوه نا هیله کوونکې کړنه یاده کړه او د اسرائیلو لومړي وزیر څخه یې نارضایتي وښوده او پر نوموړي یې سختې نیوکې وکړې، او دا د دې لامل شوه نتنیاهو اوربند ته غاړه کیږدي.