د افغانانو له لوري د هېواد پرېښودو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ناسم او معلوماتي خلا لري
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وروستی راپور رد او ناسم وباله.
د کډوالو چارو وزارت ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره هېواد کې امنیت ټینګ او د اسلام په رڼا کې ولس ته د زدهکړو او کار لپاره ښه فرصتونه برابر شوي.
د کډوالو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغانان بهر ته په قانوني لارو تګ راتګ کولی شي، چې دا لړۍ د کډوالۍ برخه نه شي کېدلی.
خبرپاڼه کې راغلي، تېرو څلور لسیزو کې په لومړي ځل افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر د کډوالو په پرتله ډېر شوی.
یاد وزارت د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو په ګډون له ټولو ادارو غوښتي، چې د افغان کډوالو په اړه دې د ناسمو معلوماتو له خپرولو، چې له ټولو اصولو سره په ټکر کې وي ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې تېرو پنځو میاشتو کې ۱.۲ میلیونه افغانانو خپل هېواد پرېایښی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له ۵ میلیونه ډېر افغانان په خپله خوښه او یا د کوربه هېوادونو له لوري په جبري توګه اېستل کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي.