د ملګرو ملتونو وګړو صندوق: د غزې سلګونه نوي زېږېدلي ماشومان له مرګ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو وګړو صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي، غزې تړانګه کې د ماشومانو شیدې په بشپړ ډول خلاصې شوې دي.
د یاد سازمان راپور کې راغلي د غزې ناصر روغتون انکیوبټرونو کې سلګونه ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
دغه راپور داسې مهال نشریږي، چې دا مهال غزه کې د اسرائیلو له لوري په تمامه مانا لوږه حاکمه شوې، چې له کبله یې زرګونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او لسګونه نورو د لوږې له کبله ژوند بایللی.
د ملګرو ملتونو وګړو صندوق داسې مهال دغه راپور ورکړی، چې یاد سازمان د غزې د جګړې له پیله یوازې په راپور ورکولو تکیه کړې او هلته د صهیونیستي رژیم په جنایتونو چوپ پاتې دي.